الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له سرای شمالي څلورلارې تر تهیه مسکن پورې د سړک په ګلدانونو کې زرګونه نیالګي او زنیتي ګلان کېنول شول

12028.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا رامنځته کولو او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د څلورمې ناحیې اړوند له سرای شمالي څلورلارې څخه تر تهیه مسکن پورې د سړک په ګلدانونو کې د مروارید (۵۰۰) ،د مرسل (۱۰۰۰) بوټي ګلان د ناجو (۲۵۰)، او د دیواربید (۱۰۰۰) نیالګي کېنول شول. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د یادو نیالګیو او ګلانو په ساتنه کې د دې ریاست له زیارکښه کارکوونکو سره  مرسته وکړي؛ ځکه د ښاریانو له مرستې پرته په ښار کې د ټولو زرغونو سیمو او نیالګیو ساتنه، ناشونې ده. نوموړي زیاته کړه: د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د زرغونو سیمو د پراختیا چارې روانې دي. د زرغونو سیمو، ونو او ګلانو ساتنه د ټولنیزو اخلاقو برخه ده او تلپاتې صدقه بلل کیږي