د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتلسمه ناحیه کې د کوڅو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

12034.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ټولنیزو او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اتلسمې ناحیې د ۴م ګذر اړوند په بختیاران سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: د لښتیو په ګډون دا کوڅې په ټولیزه توګه (۱۱۲۵) متره اوږدوالی او (۴،۵)متره سور لري، چې چارې یې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د (۸،۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې بشپړې شوې. ورته مهال د سیمې یوه مشر د نورو اوسېدونکو په استازیتوب د دې پروژې له بشپړېدو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته به پام کوي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده چې، یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیا او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه او پلې شوې ده