د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د شلمې ناحیې په ۳م ګذر کې له خیر آباد څخه تر نو آباد پورې د فرعي سړک جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا فرعي سړک ۱۱۵۰ متره اوږدوالی او له ۴ تر ۵ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر ستونزې حل او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
له خیر آباد څخه تر نو آباد پورې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي