د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي

12046.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د E برخې سړک دواړو خواوو ته د ۴۱۷۰ مترو په اوږدوالي او د ۴.۵ مترو په سور سره د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي. پلې لارې د سړک مهمه برخه ده چې، د پلو تګ کوونکو لپاره آسانتیاوې رامنځته کوي او له خورا ارزښت څخه برخمنې دي. غوښتنه کیږي چې، له پلو لارو ښه ګټه پورته کړل شي او له بندولو او ویجاړولو څخه یې ډډه وشي. د رحمن مېنې د E برخې سړک چې تېر کال یې د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د بېلابېلې اندازې سور په لرلو سره له ستانکزي بلاکونو څخه د کارته نو سړک په لور د کابل ښاروالۍ له لوري د جوړولو چارې پیل شوې وې، تر دې دمه یې ۸۰ سلنه چارې مخته تللې دي او تر څو راتلونکو ورځو پورې به یې د خاورینې برخې پاتې چارې بشپړې شي او تر قیر چارو وروسته به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کار د غوره کیفیت او د پروژو د پلي کېدو له پړاونو څخه د کابل ښاروالۍ مسئولان په منظمه توګه تخنیکي او فني څارنې کوي