ښاریانو ته د ترانسپورټي او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د نهمې ناحیې د اوولسم ګذر اړوند په علي مردان سیمه کې د (۹۷۳) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو په سور سره د څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه له ښاري آسانتیا څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او د کاري زمینې رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کیږي، چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي
د نهمې ناحیې اړوند په علي مردان سیمه کې د څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي