د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي بلاکونو د سړک قیرچارې پیل شوې

12057.jpg (1820 × 1024)

تر خاورینې برخې وروسته د لسمې ناحیې اړوند د هوايي بلاکونو د سړک قیر چارې پیل شوې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: دا سړک د هوايي ډګر له واټ څخه تر هوايي بلاکونو پورې ٩٠١ متره اوږدوالی او ١٩.٣ متره سور لري چې د لښتیو، پلولارو او زرغونو سیمو په ګډون به جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد ریاست انجنیران د پروژې له بيلابېلو پړاونو څخه د کیفیت د تضمین په موخه تخنیکي او فني څارنې کوي. ښاغلي ناصري ډاډ ورکړ چې، هڅه کوي ترڅو دا پروژه هرڅه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري