د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په ۲۳م ګذر کې د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

12059.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې د ۲۳م ګذر اړوند په ګلوبل ښارګوټي کې د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوري په داسې حال کې چې، د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو یې ملتیا کوله، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ودانیزو چارو مرستیال دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د دې سړک په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې  ورته رامنځته شوې دي. نوموړي زیاته کړه؛ کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د یادې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې کړي او له ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې، د نوي جوړ شوي سړک ساتلو ته پام وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل:دغه سړک چې، له تيږو څخه جوړ شوی او لوړ مقاومت لري،د (۳۶۴) مترو په اوږدوالي او (۱۰)مترو په سور سره د لښتیو په ګډون د (۹،۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶) میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په بنسټیزه توګه جوړ شوی ده. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او د کاري بوختیا رامنځته کولو په موخه پلې شوه چې، هره ورځ له (۱۵۰) څخه تر (۲۰۰) پورې ښاریانو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې وه