الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د درېیمې او وروستۍ طبقې د قیر کولو چارې پیل شوې

12061.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د درېیمې او وروستۍ طبقې قیر چارې پیل شوې او ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو اتو ورځو پورې به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې، (۳۷۱۰) متره اوږدوالی او (۲۷)  متره سور لري، د جوړولو چارې یې تېر کال پیل شوې وې چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د بشپړېدو په حال کې دي.  د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه د کیفیت د تضمین، د کار د چټکتیا او په خپل وخت د پروژې د بشپړېدو په موخه، تخنیکي او فني څارنې کوي. د خیرخانې کوتل سړک د هېواد د شمالي برخو له اقتصادي دهلیزونو او ترانزیتي لارو څخه شمېرل کیږي چې، کابل ښار د هېواد له (۱۴) شمالي ولایتونو سره نښلوي. همدې ارزښت ته په کتو کابل ښاروالۍ څه موده وړاندې د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل کړې