د پنځلسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د هنګرها څلورلارې شاته د کوڅو جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې. د یادې ناحیې د رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد په وینا؛ د لښتیو په ګډون دغه کوڅې چې، په ټولیزه توګه (۸۵۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د جوړولو چارې به یې د (۹،۲) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي
د پنځلسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې