د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې د زینو او سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

12074.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ټولنیزو او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دویمې ناحیې په ۴م او ۶م ګذر کې د سړک او زینو جوړولو چارې بشپړې او د دویمې ناحیې د رئیس مولوي فضل کریم حقپرست، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي او د سیمې دیو شمېر اوسېدونکو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د دویمې ناحیې رئیس د دې پروژې له بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د دې سړک او زینو په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شوې دي. نوموړي ژمنه وکړه چې، د سیمې د اوسېدونکو په ملتیا به د دې زینو او سړک ښه ساتنه وکړي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو په موخه طرحه او پلې شوه چې، هره ورځ له (۱۵۰ څخه تر ۲۰۰)کسانو ته د کار زمینه پکې برابره شوې وه. ورته مهال د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په ۴م ګذر کې د لښتیو په ګدون، د (۱۶۰) مترو په اوږدوالي او (۵،۵) مترو په سور سره سړک او په ۶م ګذر کې د(۸۵۴) مترو په اوږدوالي او د(۱،۲) مترو په سور سره زینې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۷،۶) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵) میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شوي دي