الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوولسمه ناحیه کې د دوه فرعي سړکونو د کانکریټ چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي

12090.jpg (1820 × 1024)

څه موده وړاندې چې، د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اوولسمې ناحیې په ۵۰م ګذر سولې ښارګوټي کې د دوه فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې وې، تر دې دمه ۷۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ دا فرعي سړکونه په ټولیزه توګه ۵۷۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، لښتي او کوچني پلونه هم په بر کې نیسي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي