د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند د بګرامیو په نو آباد سیمه کې د (۹۶۶) مترو په اوږدوالي او له (۲ څخه تر ۴،۵) مترو پورې په سور سره د (۷) کوڅو د کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي چې، تر دې دمه یې (۴۰) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو سیمه ییزې ستونزې حل او ګڼ شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته پاملرنه، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې په جدي توګه کار کوي
*د دوه ویشتمې ناحیې په لومړي ګذر کې د (۷) کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي