د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند ۳۸م ګذر د دلاور تیلو ټانک په سیمه کې د (۸۴۴) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو په سور سره د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د لښتیو په ګډون به د دغو کوڅو د جوړولو چارې تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
د پنځمې ناحیې په ۳۸م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې