الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په ۲۱م او۲۲م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

12105.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه،د کابل ښاروالۍ له خوا او دملګرو ملتونو د پروژوي دفتر په مرسته د لسمې ناحیې اړوند په ۲۱م او ۲۲م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د لسمې ناحیې ریئس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: دغه فرعي سړک چې د وزيرآباد چهار قلعه سيمه د سلطان محمود غزنوي سړک سره نښلوي، د ښاريانو د ستونزو د هواري په موخه ډيزاين شوى او په راتلونکو (٤٥) ورځو کې به بشپړ شي.  دغه سړک چې، (۱۰۳۵) متره اوږدوالی او (۵،۷) متره سور لري، د لښتي په ګډون یې له تیږو څخه د جوړولو چارې (۴۰) سلنه مخته تللې دي. له تیږو څخه جوړ سړکونه له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې ګټور تمامېږي او  بل خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن وي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده