د پنځمې ناحیې اړوند رحمت آباد ګذر کې د ۴۱سړکونو رغولو چاري چې تیرکال د کابل ښاروالۍ د پرمختیایي پروګرام له لارې پیل شوي وي، بشپړي او ګټي اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه له ۹کیلومتره څخه ډیر اوږدوالي لري د لښتیو، پلي لارو او کلکو ناولتیاو سیستم رغول هم پکې شامل دی، په رغولو سره به یې د سیمي اوسیدونکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.
د ښاروالۍ سربیره د سیمي خلګ هم د نویو جوړشویو سړکونو د پاکوالي او ساتلو په برخه کې مسولیتونه لری.
رحمت آباد ګذر کې د ۴۱سړکونو د جوړولو چارې بشپړي او ګټي اخیستنې ته وسپارل شول
7 جوزا 1397