الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک قیرچارې پیل شوې

12111.jpg (1820 × 1024)

له بنسټیزو چارو او خاورینې برخې وروسته د احمد شاه بابا مېنې د دیارلسم، څوارلسم، پنځلسم او شپاړلسم بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولانو په وینا؛ دا سړک په ټولیزه توګه ۲۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون یې اوس مهال ۱۲۰۰ متره برخه قیرچارو ته چمتو شوې ده او پاتې نوره برخه به یې هم ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي. د دولسمې ناحیې مرستیال مولوي محمود د ښاریانو په استازیتوب خوښي وښوده او ویې ویل: د دې سړک جوړېدل د یادې ناحیې د ښاریانو پخوانۍ هیله وه چې، د ترسره کېدو په حال کې ده. نوموړي زیاته کړه: د سړک جوړونې د دې پروژې په پلي کولو کې د دولسمې ناحیې ښاریان د مسئولانو سره اوږه په اوږه همکاري کوي ترڅو په روان کال کې یې قیرچارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي