د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څلورمې ناحیې اړوند پنځم ګذر د تایمني پروژې د لومړي سړک په سیمه کې د څلورو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنست؛ دغه فرعي سړکونه چې، په ټولیزه توګه (۴۹۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري د لښتیو په ګډون یې د جوړولو چارې (۴۰) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به بشپړې شي. یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ستونزو د حل په موخه، پلې کېږي
په څلورمه ناحیه کې د څلورو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي