د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

12123.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولوپه موخه، د اوومې ناحیې اړوند ۲۱م ګذر د چهلستون  په سیمه کې د (۸۳۰) مترو په اوږدوالي او له (۳ څخه تر۶)مترو پورې  سور سره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر په مرسته روانې دي. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې هکله وویل: له دې وړاندې د دغه فرعي سړک د خرابوالي له امله د سیمې اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې اوس د دوی ستونزو ته پاملرنه شوې ده. نوموړي زياته کړه: د يادې سيمې اوسيدونکي به د دغې پروژې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې (۵۰) سلنه مخته تللې او په راتلونکې يوه مياشت کې به بشپړې شي