د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د ښاري سیمو د زرغونتیا په اړه اقدام شوی دی

12135.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې اړوند د دوه سیمو د زرغونتیا په اړه چې، مخکې د کثافاتو په غونډ ځایونو بدلې شوې وې، اقدام کړی دی. د دوولسمې ناحیې د مسئولینو په وینا؛ دغه زرغونې سیمې چې، شاوخوا (۸) جریبه مساحت لري، د احمدشاه بابا مېنې ۶م او ۱۰م بلاک ته څېرمه پرتې دي.  په دغو سیمو کې د زرغونتیا رياست له خوا د يو شمېر خصوصي سکتور او د سيمې د اوسېدونکو په مرسته نږدې درې زره مېوه لرونکي او غير ميوه لرونکي نيالګي کېنول شوي دي او شاوخوا یې د جال او له وسپنې څخه جوړ شوی دیوال په جوړولو سره خوندي شوې ده. کابل ښاروالي ژمنتیا لري ترڅو د ماستر پلان له مخې د ښار د ښکلا او زرغونتیا په اړه اقدام وکړي. د یادونې وړ ده چې، په میوه لرونکو نیالګیو کې د سنځلې، املوک، ناک، مڼې، بهي او آلوچې او په غیر میوه لرونکو نیالګیو کې د مورپان، ناحو، شمشاد، دیواربید او مرسل ګلان شامل دي