د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په ۳ سیمو کې د سړک جوړولو پروژې پیل شوې

12137.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان سیمې د دویم ګذر په دره زرګر او قلعه حکیم ، د ۱۲م ګذر اړوند په قلعه کشکک او د ۲۱م ګذر اړوند په قلعه سرور سیمو کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې. د څوارلسمې ناحيې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني په دې اړه وويل: دغه پروژې د ښاريانو د ستونزو د هواري او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې دي. ښاغلي عرفاني زیاته کړه: کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحيه کې له ښاري آسانتياوو څخه د محرومو سيمو اوسېدونکو ته د ټولنيزو او ښاري آسانتياوو د برابرولو په موخه، ګڼې پروژې طرحه او پلې کوي. نوموړي د يادو سيمو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، ترڅو د پلانونو په ځانګړې توګه د سړک جوړونې پروژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: په دویم ګذر کې سړک (۸۰۰) متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر۵) مترو پورې سور، په ۱۲م ګذر کې سړک (۹۳۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور او په ۲۱م ګذر کې سړک (۷۵۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، د لښتیو او کوچنیو وسپنیز پلونو په ګډون به یې چارې د (۲۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د (۳) میاشتو په موده کې بشپړې شي