د پنځمي ناحیې اړوند خوشحال خان ج برخه قلعه کاشف کې د ۳۵سړکونو او یو تفریحي پارک د جوړولو چاري چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د پرمختیایي پروګرام له لارې پيل شوی وي، په ټولیزه توګه د دي پروژي 90سلنه چاري بشپړي شوي او په نور برخویې کار دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د یادي سیمې پارک د ۶۸۴۰متره مربع مساحت په درلودلو سره چې په دي پروژه کې د کورنیو د ښې ګټي اخیستني په موخه د ماشومانو لپاره د لوبو سامانونو ایښودل،چمن ايښودل، د نیالګیو ایښودل او د شنو سیمو رغول هم شامل دي.
همدارنګه په قلعه کاشف کې په ټولیزه توګه د سړکونو اوږدوالي ۸،۸۱کیلومتره له بیلا بیلو پلن والي سره دی چې د لښتیو، اوسپنیزو کارنکریټي او فلزی پلچکونو رغول هم پکې شامل دي د جمال عزیز رغنیز شرکت له لوري به د روان کال په نیمايی کې بشپړیږي.
په قلعه کاشف کې د ۳۵سړکونو او یو تفریحي پارک رغولو چاري دوام لري
9 جوزا 1397