الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان شپېته متره سړک درېیمه طبقه قیر چارې پیل شوې

12154.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له بنایي سیمې څخه د احمدشاه بابا مېنې پر لور د قلعه زمان خان شپېته متره سړک د دوو اصلي لیکو درېیمه طبقه قیر چارې پیل او ټاکل شوې ده چې، د (۲۰) ورځو په موده کې به بشپړې شي. د غه سړک چې، (۴۲۵۰) متره اوږدوالی لري په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړ شوی  او د اصلي لیکو د قیر چارو سربېره یې اوس مهال د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې هم روانې دي. د دې سړک په بشپړیدو سره به چې، د کابل ختیځ ته اقتصادي دهلیز بلل کیږي، د مکروریانونو په څلورلارې، کارته نو سړک او نورو ور څېرمه سړکونو کې ترافيکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي