د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۳۶م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

12160.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو ستونزو ته د رسېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې د ۳۶م ګذر اړوند په ګلستان معرفت سیمه کې د دوه کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۱۰۵۶) متره اوږدوالی او (۳،۵) متره سور لري، چارې به یې کابو د(۳) میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل او ټولنیزې آسانتیاوې به ورته رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.