د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په ۲۱م ګذر کې د قلعه سرور سیمې د سړک کانکرېټ چارې روانې دي. دغه سړک چې، (۷۵۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري،د لښتیو او کوچنیو اوسپنیزو پلونو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شي. کابل ښاروالۍ له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو او لیرې پرتو سیمو کې د ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو رامنځته په موخه، ورته پروژې طرحه او پلي کوي. پاتې دې نه ي چې، د یادې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د قلعه سرور په سیمه کې د سړک کانکرېټ چارې روانې دي