الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تهیه مسکن بلاکونو په سیمه کې د شل سړکونو جوړولو چاري د بشپړیدو په حال کې دی

11 جوزا 1397


د کابل ښار د ۱۷ناحیې اړوند په تهیه مسکن بلاکونو کې د ۳،۶کیلومتره سړک جوړولو چاري چې ۲۰کوچنی او ستر سړکونه پکې شامل دي، تیرکال یي د جوړیدو چاري د کابل ښاروالۍ پرمختایی پروګرام له لارې پيل شوي وي چې ۹۵سلنه چاري یې بشپړي شوي او ډیرژر به ګټي اخیستني ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې یاد سړکونه د بیلا بیل پلن والي په درلودلو سره د ۲.۱۸کیلومتره سړک غاړي لښتی، د ۹۰متره په اوږدو د اوسپنیزکانکریټي پلچکونو رغول او د ۳.۱۳۴متره په اوږدو پلي لاري جوړول هم پکي شامل دي،همدارنګه په یاده سیمه کې د دوه حلقو عمیق څاه ګانو ویستل، د ۱.۸۶۵متره په اوږدو د اوبو رسولو پایپ غځول، د فوتبال لپاره یو ورزشي میدان او د ماشومانو لوبو لپاره ځای جوړول، د ۸۷۰متره مربع په مساحت د یو تفریحي پارک رغول او د کلکو ناولتیاو د تنظیم سیستم هم د کابل ښاروالۍ د بیارغوني پروګرام کې شامل دي چې د نوین حکم زاده ودانیز شرکت له لوري یې چاري پرمخ وړل کیږي.