د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

12194.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، اوولسمه او پنځمه ناحیه سره نښلوي او چارې یې تېر کال پیل شوې وې.  د یاد سړک یوه کرښه د(۲) کیلو مترو په اوږدوالي  تېر کال قیر شوې ده او اوس مهال یې د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي ترڅو  قیر کولو ته چمتو شي. د دغه سړک په اوږدو کې د غره د لمنې هوارول د کار د ځنډېدو لامل ګڼل شوی، خو هڅه کیږي ترڅو یې په روان کال کې د استنادي دېوالونو، پلو لارو، ګلدانونو او تم ځایونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. پاتې دې نه وي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار شمالي برخه له لوېديځې برخې سره ونښلول شي او بل خوا به د سرای شمالي او خیرخانې کوتل سیمو په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي