الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پډولې پروژې د اصلي سړک جوړولو چارې پیل شوې

12196.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ټولګټو او زیربنايي خدمتونو رسولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د ۶۵۷ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د اوومې ناحیې اړوند د پډولې پروژې د اصلي سړک جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړیږي چې، چارې به یې په بنسټیزه توګه تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د پډولې سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي