د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۳۷م ګذر کې له تیږو څخه د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي

12206.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوومې ناحیې په ۳۷م ګذر پورې اړوند د ریشخور په فامیلیو سیمه کې د (۸۶۶) مترو په اوږدوالي او (۶) مترو په سور سره له تیږو څخه د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې پروژه کې لښتي، کوچني پلونه او د (۳۰۳)متر مکعب په اندازه استنادي دیوالونه شامل دي چې، تر دې دمه یې (۷۵) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کیږي