الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په ۳۶م ګذر کې د یوه سړک او ۴ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

12208.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند ۳۶م ګذر د خلفای راشدین جومات په سیمه کې د یوه سړک او (۴) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه پروژه په ټولیزه توګه (۹۶۰) متره اوږدوالی او له(۳ څخه تر۷) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه (۴۰) سلنه چارې مخته تللې دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.  د یادونې وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده