د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۴۰م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

12216.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوومې ناحیې اړوند د ۴۰ م ګذر د کوچیانو په دره کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د اوومې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په وینا؛ دا سړک چې په ټولیزه توګه (۵۰۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتیو او کوچینو پلونو په ګډون به یې چارې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده