الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان شپېته متره سړک د اصلي لیکو درېیمه طبقه قیر چارې روانې دي

12218.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له بنایۍ څلورلارې څخه تر احمدشاه بابا مېنې پورې د قلعه زمان خان شپېته متره سړک د اصلي لیکو درېیمه طبقه قیر چارې روانې دي او هڅه کیږي چې ډېر ژر بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د قلعه زمان خان شپېته متره سړک په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې په ټولیزه توګه، (۴۲۵۰) متره اوږدوالی لري چې، د قیر چارو سربېره یې د فرعي لیکو په پاتې برخو هم کار روان دی. د دې سړک په جوړېدو سره به د مکروریانونو، کارته نو او ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي