د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په شپږم ګذر کې د دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي

12220.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان شپږم ګذر د ده خدایداد په سیمه کې د (۴۴۰) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو په سور سره د دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دغه پروژه کې د لښتیو او د (۲۶)مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول هم شامل دې چې، تر دې دمه یې (۸۰) سلنه چارې مخته تللې دي او د کابو یوې میاشتې په موده کې به بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل او ټولنیزو آسانتیاوې به ورته رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده