د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د نویو اصلي او نښلوونکو سړکونو د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې

12222.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو او ټولګټو پروژو د پلي کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک ( برچي سیمې)  او بیا تر قلعه قاضي پورې د نویو نښلوونکو  او اصلي سړکونو د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو او استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال وویل: د ماسټر پلان له مخې د یادو سړکونو جوړول، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب او د کابل ښاریانو پخوانۍ هیله ده چې، اوس یې د جوړولو په اړه اقدام وشو.  ښاغلي یاسر د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره دې د سړک جوړونې د مهمو پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف وویل: د یادو سړکونو په اوږدو کې میشتو اوسېدونکو ته تر ورکړل شوې خبرتیا وروسته تر استملاک لاندې د (۵۸۷) ملکیتونو او نورو خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: د ډیزاین له مخې له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې نوی جوړېدونکی سړک (۳۷۲۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور، او له قلعه قاضي څخه د حلقوي سړک تر اوږدو پورې سړک (۱۱۷۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري چې د (۳۰۲) میلیونه او (۴۶۴) زره افغانیو په لګښت به د (۲۲) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کموالی راشي. له دې سربېره به د دغو پروژو په پلي کېدو سره د دیارلسمې ناحیې د اړوند سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي