د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

12235.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې؛ له مزار هډې څخه تر کوتل پورې دا سړک ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰متره سور لري چې، چارې به یې په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د کوتل سړک دویمه برخه د لښتیو، پلولارو، استنادي دیوالونو، تمځایونو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړیږي. د کابل ښار د اقتصادي او ټولنیزې ودې، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کموالي او د ښاریانو ستونزو ته د رسېدو په برخو کې دا پروژه له خورا ارزښت څخه برخمنه ده. د دې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې، تېر کال پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي