د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اسلام له نظره دیتیم پالنه یتیم چاته ویل کېږي؟

شاهین

12258.jpg (2500 × 1100)

یتیم په لغت کې یوازې والي او د انفراد په معنی دی او په اصطلاح کې هغه چاته ویل کېږي چې بلوغ ته له رسیدو مخکې یې پلار مړ شوی وي. د یتیم موضوع په شریعت کې د اهمیت وړ ده، ځکه خو په قرآن کریم کې الله(ج) دوه ویشت ځایه ذکر کړې او مسلمانانو ته یې سپارښتنه کړې چې، په ناحقه د یتیم حق و نه خوري، له دوی سره ښې او نرمې خبرې وکړي، احسان او نیکي ورسره وکړي او دې ته ورته د دوی اړوند نور ډېر موضوعات یې هم ذکر کړي دي. همدا راز رسول الله  صلی الله علیه وسلم هم په ډېرو حدیثونو کې د یتیم پالنې د فضیلت او ثواب په اړه خپل مسلمان امت ته سپارښتنه کړې چې د یتیم خیال وساتي او ښه سالمه تربیه او کفالت یې وکړي، الله(ج) به یې په جنت کې له ماسره یو ځای کړی.

همدا رنګه له یتیم سره به زموږ نیکي او ښېګڼه دا وي چې، د بلوغ تر دورې پورې د هغه د مال ساتنه وکړو او له دې مرحلې وروسته هغه ته له پلار څخه پاتې شوی مال ټول ور وسپارو ،په دې شرط چې یتیم ځیرکتیا او د ذکاوت داسې پړاو ته رسېدلی وي چې وکولی شي خپل مال په ښه توګه مصرف کړي. د یتیم مال د ورکړې په وخت کې باید داسې ونشي چې، د هغه ښه مال ورڅخه وا خیستل شي او په بدل کې ورته خراب او یا بیکاره مال ورکړل شي، بلکې تر خپل توان پورې ورسره ښېګڼه او نیکي وشي، ځکه دا د یتیم خپل حق دی او په دې اړه الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي: ژباړه: او اې د یتیمانو ساتندویانو! تاسې یتیمانو ته د دوی مالونه ورکړئ (وروسته له دې چې دوی ځېرک شي) او تاسې ښه مال په بد مال سره مه بدلوئ او تاسې د دوی مالونه د خپلو مالونو سره ګډ مه خورئ، خامخا په دې کار کې لویه ګناه ده!( سورة النساء/ 2 آیت).

نو اې مسلمانانو وروڼو! د یتیم پالنې فرهنګ ته وده ورکړئ او د یتیمانو په ستومانه ژوند کې خوشحالي او سوکالي راوستل په حقیقت کې یوه لویه نیکي ده، هغه نیکي چې موږ ته د لوی پروردګار له لوري امر شوی دی، په ځانګړې توګه هغه خلک باید د دې دود او فرهنګ په ترویجولو کې زیاته ونډه واخلي، پر چا باندې چې لوی څښتن تعالی د مال او د شتمنۍ پېرزوینه کړې ده او هم د یتیمانو د روزنې توان ولري. بل ځای له حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: زه او د یتیم کفالت کوونکی به په جنت کې داسې سره نږدې یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو دوو شهادت او منځنۍ ګوتو باندې اشاره وکړه او دواړو ګوتو ترمنځ یې لږ فاصله ورکړه. (صحيح البخاري 7/35)

علامه ابن بطال رحمه الله د پورتني حديث په شرحه کې لیکلي: چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث واوريده په هغه لازمه ده چې عمل ورباندې وکړي ترڅو په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د انبیاء کرامو او رسولانو علیهم السلام ملګری شي او په آخرت کې د انبیاء کرامو علیهم السلام له ملګرتیا غوره مرتبه نشته ده! عـلامه نـووي رحمه الله لیکي:

د یتیم کفالت دې ته وايي؛ چې یو څوک د یتیم حاجتونه او اړتیاوې پوره کړي، لکه خوراک، څښاک ، جامه، ادب او تربیه کول، او دغه فضیلت هغه چاته حاصلیږي چې له خپل مال څخه او یا د یتیم له مال څخه دده ښه کفالت وکړي.

علامه نووي رحمه الله لیکي: د یتیم کفالت دې ته وايي؛ چې یو څوک د یتیم حاجتونه او ضرورتونه پوره کړي لکه خوراک، څښاک ، جامه، ادب او تربیه کول دي او دغه فضیلت هغه چاته حاصلیږي چې له خپل مال څخه او یا د یتیم له مال څخه دده ښه کفالت وکړي.