د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان مېنې د ب او ج برخو ترمنځ سړک په معیاري توګه جوړ شوی دی

12280.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروالۍ خپلې اړوند د نویو سړکونو د جوړولو پروژې د ښار جوړونې د معیارونو پر بنسټ ډیزاین او پلي کوي چې، څه موده وړاندې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست په دې وتوانېد ترڅو د پنځمې ناحیې اړوند له قلعه وزیر څخه د خوشحال خان مېنې تر (۴۰ )متره  پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې  په معیاري ډول ترسره کړي. دغه سړک چې،(۱۰۸۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونوو د بایسکل چلولو لیکو، د څراغونو او ترافیکي نښو دنصبولو په ګډون جوړ شوی چې، له یوې خوا ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شوې او  بل خوا د ور څېرمه سیمو ښکلا هم ډېره شوې ده. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې همدا اوس د سړک جوړونې د بېلابېلو پروژو چارې روانې دي ترڅو ښاریانو ته ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته او د ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي