د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له بادام باغ څخه د پل تخنیک غره تر لمنې پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیرچارې چې، څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. ددغه سړک د جوړولو په پروژه کې چې، (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د لښتي، پلې لارې او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دې سړک دویمه طبقه قیر چارې به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي. ورته مهال د یاد سړک د نورو برخو د جوړولو چارې هم روانې دي
له بادام باغ څخه د پل تخنیک غره تر لمنې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې شوې