الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لوی اختر په ورځو کې له ښار څخه څه باندې" ۵۵۷۲ "مټریک ټنه کثافات راټول او لیږدول شوي دي

12310.jpg (1820 × 1024)

د چاپېریال او هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د لوی اختر په ورځو کې څه باندې ۵۵۷۲ مټریک ټنه کثافات د کابل ښار له دوه ویشت ګونو ناحیو څخه راټول او له ښار څخه د باندې لېږدول شوي دي. د تنظیف ریاست د مسؤلینو په وینا؛ د لوی اختر په ورځو کې له قربانیو څخه د تولید کېدونکو کثافاتو لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې ځانګړې کثافات دانۍ اېښودل شوې وې چې، پر وخت او معیاري توګه له کثافاتو خالي شوې. د ښار پاکي او نظافت یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان ایماني او انساني دنده لري