الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په ۱۷م ګذر کې د کوڅو کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي

12315.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د نهمې ناحیې په ۱۷م ګذر علي مردان سیمه کې د ۴ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دا پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کیږي چې، ۹۸۳ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۴.۵ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه ۹۰ سلنه چارې مخته تللې دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښاریانو ګڼ شمېر ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده چې، په یاده پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده