د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې

12317.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند د ۳۱۷۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ دا سړک به د لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، د روښنایۍ څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د یوه کال په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د ګلباغ سړک چې، کابل له سویل سره نښلوي په راتلونکې کې به یې چارې د شلمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک تر اوږدو او چهل دختران سیمې پورې وغځول شي. دا سړک د کابل ښار یو مهم سړک دی چې، په جوړېدو سره به یې د کابل ښار معیاري اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي