الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په درېیمه ناحیه کې د کوڅو او زینو جوړولو پروژې چارې روانې دي

12319.jpg (1820 × 1024)

ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د درېیمې ناحیې د ۶ ګذر اړوند د علي آباد روغتون شاته د ۱۰ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د یادې سیمې ۵ کوڅې په ټولیزه توګه ۲۸۷ متره اوږدوالی او ۳ متره سور لري د کانکرېټ په بڼه د جوړېدو په حال کې دي او د زینو په ګډون د ۳۶۵ مترو په اوږدوالي او د ۱.۵ مترو په سور سره د ۵ نورو کوڅو د جوړولو چارې به هم تر راتلونکو ۴۵ ورځو پورې بشپړې شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دې غرنیزې سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. په غرنیزو سیمو کې د پروژو پلي کول د کابل ښاروالۍ یو مهم فعالیت دی چې، لا به ډېر پام ورته وشي