الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

12321.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۱۰۲۸ مترو په اوږدوالي او له ۳ څخه تر ۳.۵ مترو پورې په سور سره د شپږمې ناحیې د ۲۱م ګذر اړوند په قلعه عین الله سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي چې، تر دې دمه یې ۸۰ سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ښاري او ټولنیزې ستونزې حل شي او دغه راز یو شمېر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده