د ښاریانو د ټولنیزو او ښاري ستونزو د حل په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې اړوند د ۱۱م ګذر په سادات سیمه کې د ۳ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې په ټولیزه توګه (۸۵۰) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به یې چارې نږدې دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د نهمې ناحیې په ۱۱م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي