الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د چهلستون په سیمه کې د کوڅې جوړولو چارې روانې دي

12325.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې د ۲۹م او۳۰م ګذر اړوند د چهلستون په سیمه کې د (۶۴۰) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو په سور سره د کوڅې جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي، چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به په  اساسي ډول بشپړه او ورسره جوخت به د سیمو د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوې به ورته رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده