د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې دوام لري

12345.jpg (1820 × 1024)

د سړک د بنسټیزو چارو ترسره کولو ته د زمینې برابرولو په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوتي څخه تر برچي او بیا تر قلعه قاضي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو او استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې دوام لري. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د یاد سړک په اوږدو کې (۵۸۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د ډیزاین له مخې دغه سړک له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې (۳۸۳۴) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او بیا تر قلعه قاضي سیمې د حلقوي سړک تر اوږدو پورې (۱۱۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري چې، چارې به یې د (۲۰) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کمښت راشي