الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې

12357.jpg (1820 × 1024)

د استملاکي ملکیتونو او خنډونو تر پاکولو وروسته، د درېمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د سړک د پراختیا او جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، په دوه لیکو کې به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د روان کال په بهیر کې جوړ شي. کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک د جوړولو او پراختیا په اړه اقدام کړی ترڅو ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې له منځه ولاړې شي