د کابل ښاروالۍ له خوا د لسمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د هوايي بلاکونو سړک دویمه طبقه قیر چارې په ډیرې چټکۍ سره (په دوو کاري شفټونو کې) بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې هکله وویل: دغه سړک د هوايي ډګر له واټ څخه تر هوايي بلاکونو پورې (۹۰۱) متره اوږدوالی او له ( ۱۹ څخه تر۲۰) مترو پورې سور لري، چې اوس یې د لښتیو، ګلدانونو، پلولارو او د زرغونو سیمو خړوبولو لپاره د اوبو د زیرمو د جوړولو چارې روانې دي. د دغې پروژې د کار له کیفیت څخه په بېلابېلو پړاوونو کې د اړوندو انجینرانو له خوا پر وخت تخنیکي او فني څارنې ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه: د کیفیت د تظمین په موخه،د یاد سړک قیرچارې تر ټسټ او لابراتوار وروسته ترسره شوې دي. پاتې دې نه وي چې تر دې مهاله د یادې پروژې چارې (۹۰) سلنه مخته تللې دي او هڅه کېږي چې د پاتې برخو د جوړولو چارې یې هم هرڅه ژر بشپړې شي
د هوايي بلاکونو د سړک دویمه طبقه قیر چارې ترسره شوې