د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د پراختیا او جوړولو چارې د پشپړېدو په حال کې دي

12376.jpg (1820 × 1024)

د کابل په شمالي برخه کې د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې چې، تېر کال د (۳۷۱۰) مترو په اوږدوالي او (۲۷) مترو په سور سره پیل شوې وې؛ د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: دا سړک چې، د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دې، اوس مهال یې د کرښو اچولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به یې د ترافیکي نښو او څراغونو نصبولو چارې هم پیل شي. نوموړي زیاته کړه: په ټوله کې د کرښو اچولو په چارو کې ، متصلې کرښې، منقطع، د پلو لارو دهلیزونه او ترافیکي نښې شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې په ترافیکي بهیر کې مثبت بدلون راشي. له هېوادوالو په ځانګړې توګه له موټر چلوونکو غوښتنه کیږي چې، په کرښو د موټر له چلولو څخه ډډه وکړي ترڅو له یوې خوا له ترافیکي پېښو څخه مخنیوی وشي او له بلې خوا کرښې ژر پاکې نشي. د خیرخانې کوتل سړک د هېواد د شمالي سیمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کیږي چې، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته ګڼ شمېر ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادې ودې ته به زمینه برابره شي