الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې له تیږو څخه د جوړېدونکي سړک چارې ۹۰ سلنه مخته تللې دي

12381.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ټولنیزو او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د لسمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې له تیږو څخه د جوړېدونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې؛ ۹۰ سلنه مخته تللې دي. دغه پروژه په ټولیزه توګه (۴۵۰) متره اوږدوالی او له (۵ څخه تر ۵،۵) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې ډېر ژر بشپړې شي. له تیږو څخه د سړکونو جوړول، له یوې خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او له بلې خوا د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده