د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل په ختیځ زون کې د دریو مهمو سړکونو او یوه پُل د جوړولو چارې پيل شوې

12387.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار دمعیاري ودې او ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د قلعه شانان سړک، له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک، له بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نویو سړکونو او په قلعه شانان سیمه کې د یوه پُل د جوړولو چارې د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د کابل د والي ملا امین الله عبید له لوري په داسې حال کې چې، یو شمېر نورو مسئولینو، د کابل ښاروالۍ کارکوونکو او د سیمې مشرانو یې ملتیا کوله د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په رسمي توګه پیل شوې. په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا مرستیال د کابل ښاروالۍ له پلانونو څخه د ملاتړ سربېره وویل: د ښار د معیاري او تلپاتې ودې او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې دا پروژې له خورا ارزښت څخه برخمنې دي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر  ډاډ څرګند ګړ چې، دا پروژې به د ډیزاین له مخې د غوره کیفیت په درلودلو سره په ټاکلي وخت بشپړې شي. نوموړي وړاندې وویل: په دولسمه ناحیه کې د قلعه شانان سړک د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد لویې لارې د حربي پوهنتون تر سیمې پورې ۲۱۰۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه کانال په ګډون به د څه باندې ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په موده کې جوړ شي. په همدې توګه د همدې سړک په اوږدو کې به د کابل سیند پر سر یو پُل د ۶۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۸،۴ مترو په سور سره د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړ شي. همدا راز د دولسمې ناحیې اړوند د محبس له څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې نوی سړک ۲۰۰۹ متره اوږدوالی او ۲۴ ، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري چې، د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت به د یوه کال په موده کې جوړ شي. په همدې توګه د بت خاک ( ملالۍ) له څلورلارې څخه د دوه ویشتمې ناحیې اړوند ترحلقوي سړک پورې نوی سړک ۱۳۲۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، د نږدې ۷۶ میلیونه افغانیو په ارزښت به د یوه کال په موده کې په بنسټیزه او معیاري توګه جوړ شي. یاد سړکونه به د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دیوالونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو، ترافیکي نښو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړ شي چې ورسره جوخت به کابل ښار معیاري او تلپاتې ودې ته زمینه برابره شي